لوګر کې طالبان وژل شوي

comments 0

هندوکش – لوګر: د لوګر پولیس وایي، د مرکز اړون سیمه کې د هوایي برید په پایله کې درې وسله وال وژأ شوي دي.
د لوګر امنیه قوماندانۍ ویاند شاپور احمدزی وایي، تیره شپه د مرکز پل علم اړوند پادخاب شانه سیمه کې د بهرنیو ځواکونو یوې الوتکی هغه موټر سایکل سواره وسله وال په نښه کړل چې له سیمې تیریدل.
د امنیه قومندانۍ ویاند زیاتوي چې د برید په پایله کې دری وسله وال وژل شوي دي.
دا کسان لوګر امنیت لپاره خطرناک یادیدل چې هدفي وژنې او وسله وال بریدونه به یې کول.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments