لوګر کې طالبانو ښوونځي وتړل

comments 0

هندوکش – لوګر: د لوګر څرخ کې د طالبانو خبرداري له امله د ټولو ښوونځيو دروازې تړل شوي دي.
د لوګر د څرخ ولسوالۍ اوسېدونکي وايي طالبانو ورته ویلي چې د افغان ځواکونو د تصفیوي عملیاتو له امله ښوونځي بند وي.
د دوی په وینا وروسته له دې چې د جمعې په شپه د څرخ لپاره د طالبانو ولسوال مولوي حنیف حنیفي په یوه هوايي حمله کې ووژل شو، دې ډلې د ښوونځیو په اړه خلکو ته خبرداری ورکړ.
د څرخ قومي مشران هڅه کوي؛ طالبانو ته قناعت ورکړي چې د جګړې مسایل له ښوونځیو سره ونه تړي.
د طالبانو د خبرداري له کبله په څرخ ولسوالي کې تر یوولس زره زیات زده کوونکي له زده کړو پاتې شوي دي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments