لوګر کې طالبانو د یوې کورنۍ ۴ ښځینه غړې وژلي

comments 0

هندوکش ــ لوګر: د لوګر حکومتي چارواکي وايي، په دغه ولایت کې وسله والو طالبانو د يوې کورنۍ څلور ښځينه غړې وژلې دي.
د لوګر د والي وياند ديدار لوندګ وويل چې دغه پېښه تېره شپه د مرکز پل علم اړوند د التمور په سيمه کې شوې ده.
نوموړي وويل، طالبان يوه کور ته اوښتي او د کورنۍ پر غړو يې ډزې کړي، يوه مور او د هغې درې لوڼه يې ځای پرځای وژلي، يوه لور او يو زوی يې ټپيان شوي دي.
په ورته وخت کې د يادې کورنۍ يوه خپلوان نورحکيم وويل چې بريد کوونکي دوه تنه وو او د شپې شاوخوا درې بجې ياد کور ته اوښتي او ډزېيې کړي او بيا په تېښته بريالي شوي دي.
نورحکيم زياته کړه چې دغې کورنۍ نه شخصي دښمني درلوده او نه يې کوم غړي په حکومت او يا غيرحکومتي اداره کې دنده لرله.
د يادونې وړ ده چې څو ورځې مخکې د لوګر په محمد آغې ولسوالۍ کې هم وسله والو طالبانو دوې خويندې ويشتلې او وژلې وې.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments