لوګر کې د ځمکو غاصبین نیول شوي

comments 0

هندوکش – لوګر: د لوګر پولیس وایي، دې ولایت کې د ځمکو لس غاصبین ونیول شول.

د لوګر امنیه قومانداني وايي، چې دغه د ځمکو لوی غاصبین بلل کیږي چې دولتي او د عامو خلکو ځمکې به یې غصب کولې.

امنیه قوماندانۍ د نیول شویو غاصبینو نومونه ميرزاغا، ګل محمد، سردار ولي، حاجي محمد، بريالی، ګل زاده، فقير محمد، نورآغا ، احسان الله او ذولفقار یاد کړي دي.

امنیه قومنداني وايي، چې د دغه کسانو دوسیې رسماً څارنوالۍ ته سپارل شوي دي.

لوګر کې د ځمکو غاصبینو پروړاندې عملیات چټک شوي او هر هغه کس چې ځمکې یې غصب کړي وي د پولیسو له لوري به ونیول شي.

سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments