لوګر کې د پاکستان ضد لاریون

comments 0

هندوکش – لوګر: د لوګر یو شمیر اوسیدونکو د پاکستاني تولیداتو او کلدارو د بندیدو لپاره لاریون وکړ .
لاریونکو چې د پاکستان پر ضد یې شعارونه ورکول له حکومت وغوښتل چې د ترهګرۍ د ملاتړي هیواد په توګه دې په کور د ننه پر پاکستانیو تولیداتو او د کلدارو په چلند بندیز ولګوي .
لاریون کوونکو ژمنه کړې چې راکړه ورکړه به په پاکستاني کلدارو باندې نه کوي او دغه راز د پاکستانیو تولیداتو پرځای به کورني تولیدات کاروي.
دوی له نورو هېوادوالو هم غوښتنه کړې چې له پاکستان سره دې هر ډول اړیکې پرې کړي او داسې کوم کار دې نه کوي چې ګټه یې پاکستان ته ځي.
افغان ولسمشر هم په کراتو کراتو له خلکو غوښتنه کړې چې له کورنیو تولیداتو ملاتړ وکړي چې صنعت یې پياوړی شي، هغه همداراز ټولو دولتي ادارو ته لارښوونه کړې چې له کورنیو تولیداتو ګټه واخلي.
تر دې وړاندې په ننګرهار، زابل کندهار او ځینې نورو ولایتونو کې هم د پاکستاني کلدارو او تولیداتو پرضد لاریونونه شوي دي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments

Leave a Reply