لوګر کې د طالبانو ۸ ماین خښونکي وژل شوي

comments 0

هندوکش ــ لوګر: لوګر کې د افغان ځواکونو په هوايي برید کې ۸ طالبان وژل شوي او ۴ نور ټپیان شوي دي. د لوګر د امنیه قومنداني ویاند شاپور احمدزی وايي، وژل شوو طالبانو په لویو لارو کې د بمونو اېښودلو دنده درلوده.
د احمدزي په خبره یاد هوايي برید د برکي برک ولسوالي په عیدګاه سیمه کې د قاري منیر ګروپ او نورالهادي ګروپ په ماین خښونکو ترسره شوی، چې په پایله کې یې د قاري منیر د ډلې دوه تنه، منیر اسامیان چې مشهور په زنداني او سیر الرحمن وژل شوي، همداشان بیا د نورالهادي ډلې یو تن غړی، نوراغا ولد شمس الدین وژل شوی او یو بل تن ټپي دی.
د لوګر امنیه قومنداني د ۸ طالبانو د وژل کېدو خبر په داسې حال کې ورکوي، چې ملي دفاع وزارت وايي افغان ځواکونو تیره شپه د کابل په سروبي ولسوالي کې ۱۸ طالبان وژلي دي.
باید یاده شي، چې تېره ورځ هم په ټول هېواد کې د شپږ بهرنیو انجینرانو په ګډون ۱۵۳ طالبان وژل شوي وو.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments