لوګر کې د طالبانو یو قومندان وژل شوی

comments 0

د لوګر امنیه قومنداني وايي، په څرخ ولسوالۍ کې یې دځانګړو عملیاتو پر مهال یو طالب قومندان وژلی او دوه نور یې نیولي دي.

عملیات د څرخ ولسوالۍ په خروټو سیمه کې د صفر یو ځانګړې قطعې کړي چې یو سراچه موټر او دوه موټر سایکلونه هم نیول شوي دي.

امنیه قومندانۍ څخه خپره شوې خبرپاڼه کې د وژل شوي او نیول شویو طالب قومندانانو نومونه نه دي په ډاګه شوي، خو درې واړه طالب قومندانان مهم بلل شوي چې د لوګر په ناامنه کولو کې یې لوی لاس درلود.

Comments

Leave a Reply