لوګر کې د طالبانو ځایي مسوول وژل شوی

comments 0

944 Views

هندوکش – لوګر: د لوګر پولیس وایي چې د لوګر لپاره یي د طالبانو د مخابراتو آمر وژلی او درې نور یي نیړلي دي.
د لوګر امنیه قوماندانۍ ویاند وايي تېره شپه صفر یو قطعې د برکي برک ولسوالۍ په شاه مزار سیمه کې عملیات کړي چې د طالبانو د مخابراتو امر وژل شوی او درې نور نیول شوي دي.
تېره ورځ د محمداغې ولسوالۍ د واغجان بازار شاته د ملي اردو پر پوسته د وسله والو په برید کې یو ملکي وګړی شهید شوی.
د لوګر د والي ویاند وايي، د مخالفینو له لوری د راکټ یو توغول شوې توغندی په واغجان بازار کې لګیدلي چې له امله یې د ولي محمد په نوم یو ملکي وګړی شهید شوی.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments