لوګر کې د دولت مخالفې ډلې د مهماتو یوه زیرمه کشف او ونیول شوه

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: د امنیتي ځواکونو په ځانګرو عملیاتو کې په لوګر ولایت کې د وسلوالو مخالفینو د وسلو او مهماتو یوه زیرمه کشف او نیول شوې ده.
د کورنیو چارو چارواکي وايي : د پولیسو ځانګړو ځواکونو تېره شپه د لوګر ولایت د خروار ولسوالۍ په اودکي کلي کې د وسلوالو مخالفینو په وړاندې ځانګړي عملیات تر سره کړي، چې په پایله کې یې د هغو د وسلو او مهماتو یوه پټه زیرمه کشف او تر لاسه کړې، چې د دې ولایت په اړوند بریدونو کې ترې ګټه اخیستل کیده.
ویل کیږي چې د وسلو او مهماتو په دې زیرمه کې یو میل دهشکه، یو میل پیکا، دوه میله ۱۱ ډزي، یو له مهماتو بار موتر، د راکت ۵۰ مرمۍ، ۱۰۰ قبضې لاسي بمونه، څلور له چاودیدونکیو توکو ډکې بوشکې، درې موترسایکلونه، د دهشکې او پیکا سلګونه مرمۍ شامل دي.
تردې مخکې د امنیتي ځواکونو په ځانګړو عملیاتو کې هم سلاح او مهمات لاسته راغلي چې ترهګرو په ترهګریزو بریدونو کې پراخه استفاده کوله.
عبید رادپور

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply