لوګر کې د ترهګرو طالبانو دوه مهم ډلمشران ونیول شول

comments 0

هندوکش ــ کابل: د کورنیو چارو وزارت لخوا هندوکش ته په استول شوې خبرپاڼه کې ویل شوې چې تېره شپه د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو د لوګر ولایت د محمدآغې ولسوالۍ په “ده نو” کلي کې د ترهګرۍ ضد یو لړ مهم عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې د ترهګرو طالبانو دوه مهم ډلمشران نیولي دي.
د یادونې وړ ده چې د دې عملیاتو پر مهال درې تنه له ترهګرو طالبانو سره د همکارۍ په تړاو هم نیول شوي دي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments