لوګر کې د برېښنا یو ۲۲۰ کیلو واټه سب سټېشن پرانیستل شو

comments 0

هندوکش – لوګر: تیره ورځ ولسمشر محمد اشرف غني د خپل سفر په جریان کې په دې ولايت کې د ٢٢٠ کيلو ولټه برېښنا سب سټېشن پرانيست.
ارګ نه په خپور شوي خبرپاڼه کې راغلي چې: «ولسمشر محمد اشرف غني د لوړپوړي دولتي پلاوي په مشرۍ لوګر ته د خپل سفر پرمهال په دې ولايت کې د ۲۲۰ کیلو ولټه برېښنا سب سټېشن او د یاد ولایت د غونډو د تالار له پرانیستې وروسته، پرون د لوګر مشرانو او متنفذینو، دیني علماوو، ښځو، ځوانانو او د بېلابېلو اقشارو استازو سره وکتل.»
یاد سفر پر مهال ولسمشر محمد اشرف غني د لوګر امنیتي وضعیت ښه ونه بباله او مسوولینو ته یې لارښوونه وکړه چې د همغږۍ د زیاتوالي ترڅنګ په دوه اونیو کې د وضعیت د بدلون لپاره واضح پلان ترتیب او له ده سره شریک کړي.
نوموړي د امنیت د تامین، فساد سره د مبارزې، ښې حکومتولۍ او نورو برخو کې د ولس مرسته مهمه وبلله او زیاته یې کړه، د ولس له همکارۍ پرته د قوې استعمال هغومره موثر نه تمامېږي.
ده څرګنده کړه، د حکومتولۍ په ځینو برخو کې ستونزې او شکایتونه موجود دي چې د له منځه وړلو لپاره به یې اساسي اقدامات وشي.
غني په ټینګار سره وویل، موږ د سولې نیت، اراده او صلاحیت لرو، وسله وال مخالفین د جنګ له شدت او وینې بهولو سره، موږ له سولې نه شي شاته کولی، ځکه دا د افغانستان د ولس اساسي غوښتنه ده.
هغه زیاته کړه: “د فساد ضد مبارزه مې د حضرت عمر فاروق (رض) له کړنو او لارښوونو څخه زده کړې، په دې اړه باید یو ملي او اساسي بحث رامنځته کړو او مفسدینو ته لاره او مخه ورنه کړو.”
نوموړي له لوګر څخه د کابل تر لاهورۍ دروازې پورې د سرک د اساسي جوړولو ترڅنګ وویل، د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو راتلونکې او په ۱۳۹۸ لمریز کال کې ولسمشریز انتخابات حتمې دي او له ولسونو څخه یې په انتخاباتو کې د پراخ ګډون هیله وکړه.
نوموړې په داسې حال کې لوګر ته خپل سفر وکړه چې په ورته وخت کې طالب وسله والو ډلو پر فراه ولایت ډله ییز برید ترسره کړې وو چې افغان امنیتي ځواکونو لخوا په شا ووهل شو.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments