لوګر کې دوه تنه د ۳۱۸ کیلوګرامه نشه یي توکو د قاچاق په تړاو ونیول شول

comments 0

هندوکش ــ لوګر: د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو له نشه يي توکو سره د مبارزې منسوبینو سره یو ځای د لوګر ولایت د مرکز په آبچکان سیمه کې د چرسو د پروسېس پر یوې کارخونې یو لړ عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې دوه تنه د ۳۱۸ کیلوګرامه نشه یي توکو د قاچاق په تړاو نیولي دي.
په یادو نشه یي توکو کې ۱۲۳ کیلوګرامه چرس او ۱۹۵ کیلوګرامه بنګدانې شامل وو.
د یادونې وړ ده چې د دې عملیاتو په ترڅ کې د چرسو د پروسېس یوه کارخونه او ۲۰۰ کیلوګرامه چرس له منځه وړل شوي دي.
نیول شویو کسانو خپل جرم منلی دی.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments