لوګر کې دملي امنیت پر یوه ریاست دبرید طراح ووژل شو

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: د کورنیو چارو وزارت نه په خپور شوي اعلامیې کې راغلي چې په کابل کې د ملی امنیت په یوه ریاست د تیر کال برید طراح ووژل شو.
اعلامیه کې راغلي چې: درياخان مشهور په خالد، تېره شپه د لوګر ولايت د مرکز پُل علم په مربوطاتو کې د پوليسو د خاصو قطعو په عملياتو کې وژل شوى دى.
خبر زیاتوي چې، دغو عملیاتو کې د درياخان تر څنګ د حقاني شبکې درې نور قوماندانان هم وژل شوي دي.
اعلامیې کې زیاته شوې چې، دغو کسانو په لوګر او ورڅېرمه ولايتونو کې د انتحاري حملو په پلانولو او تنظيم کې لاس درلود.
یاده دې وي چې په کابل کې د ملي امنيت ادارې اړوند د رجال برجسته ادارې پر ساتونکو دغه حمله د تېر لمريز کال د وري يا حملې پر ٣١ مه شوې وه.
تردې دمه په دې اړه ملي امنیت اداره او طالبا وسله والې ډلې څه نه دي ویلي.
سپوږمۍ پوپلزې

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply