لوګر کې ترهګرو ډله ییز برید کړی

comments 0

هندوکش – لوګر: راپورونه وايي، لوګر کې د پولیسو پر حوزې موټر بم او ډله ییز برید کې درې پولیس شهیدان شوي او درې بریدګر وژل شوي دي.
د لوګر امنیه قوماندانۍ ویاند شاه پور احمدزی وايي، بریدګرو اول د لومړۍ امنیتي حوزې شاته موټر بم برید کړی او بیا درې بریدګر حوزې ته ننوتي دي.
احمدزی وايي، پېښه کې د لومړۍ امنیتي حوزې امر، د ترافیکو یو پولیس او یو بل پولیس افسر شهیدان شوي دي.
احمدزي دا هم وویل چې چاودنه کې څلور پولیس او اته نور ملکي وګړي چې ښځې او ماشومان هم په کې شامل دي ټپيان شوي دي.
د احمدزي په خبره، درې واړه بریدګرد پولیسو له لوري ووژل شول.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments