لوګر کې افغان ځواکونو له ۲ خونړیو چاودنو څخه مخنیوی کړی

comments 0

هندوکش ـ لوګر: د لوګر ولایت امنیه قوماندانۍ ویاند شاپور احمدزی وایي، چې افغان ځواکونو تیره ورځ د لوګر ولایت په مرکز پل علم کې ۲ کړۍ ماینونه کشف او له خونړیو چاودنو څخه یې مخنیوی وکړ.
نوموړی وايي، چې یاد ماینونه د طالب وسلوالو له لوري د ولسي وګړو او افغان امنیتي ځواکونو د وژلو په موخه ځای پرځای کړي، چې خوشبختانه د افغان ځواکونو له لوري ېې مخه ونیول شوه.
په ورته مهال کې د لوګر ولایت مدني فعالانو او ځايي اوسیدونکو د افغان ځواکونو ملاتړ کړی او له طالبانو یې غوښتي دي، چې تاوتریخوالي پای ته ورسوئ او سوله وکړئ.
عمران احمدزی

Comments