لوګر ولایت کې ماین چاودنې ۹تنو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې ده

comments 0

هندوکش ــ لوګر: د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي وايي، چې لوګر ولایت په ازره ولسوالۍ کې د یوه ماین چاودنې له امله ۹ تنو ملکی وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
نوموړي زیاتوی، چې په یاده چاودنه کې ۱تن ماشوم وژل شوی او ۸تنه نور ټپیان شوي دي.
نوموړي وايي، چې یاده پیښه تیره ورځ د ارزې ولسوالۍ په شیخانو کلي کې رامنځته شوې او تراوسه هیڅ کومې وسله والې ډلې مسولیت په غاړه نه دی اخیستی.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments