لوګر: طالبانو قومي مشر وژلی

comments 0

هندوکش – لوگر: راپورونه وایي، طالبانو لوګر کې هغه قومي مشر وواژه، چې څه موده وړاندې يې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته د مېړانې مډال ورکړی و.
د لوګر سیمه ییز چارواکي وايي، قومي مشر حاجي ګل نبي تېره ورځ په یوه چاودنه کې وژل شوی دی.
د لوګر د والي ویاند ویلي، ګل نبي کومه رسمي دنده نه درلوده.
طالبانو د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ادعا کړې، چې دغه قومي مشر د دوی په چاودنه کې وژل شوی دی.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments