لوګر او میدان ورګو کې طالبانو ته سخت تلفات اوښتي دي

comments 0

هندوکش ــ لوګر: د لوګر او میدان وردګو ولایتونو امنیتي چارواکي وایي،چې وسلوالو طالبانو د میدان وردګو ولایت په مرکز پورې اړوند چاریکي سیمه او د لوګر ولایت په بره کي برک ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو په پوستو بریدونه کړي، چې د افغان ځواکونو له ځوابیه برید سره مخ شوي او په پایله کې ۲۷تنو وسلوالو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې.
چارواکي زیاتوي، چې په یاده نښته کې افغان ځواکونو او ملکي وګړو ته کوم زیان نه دی رسیدلی.
په ورته وخت کې د یادو ولایتونو اوسیدونکي له طالبانو غواړي، چې د جګړې پرځای سوله وکړئ.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments