لوړپوړی افغان پلاوی اسلام اباد ته تللی

comments 0

هندوکش – کابل: د افغانستان ملي امنیت شورا مشاور، محمد حنیف اتمر د یو لوړپوړي هیت په مشرۍ اسلام اباد کې په اوربند او افغان سولې خبرې کړي دي.
د راپورونو له مخې د دغه هیئت اساسي موضوع له ترهګرۍ سره مبارزه او د سولې خبرې دي.
د کورنیو چارو وزارت مرستیال ویاند، په خپل رسمي فیسبوک پاڼه کې لیکلي چې په دغه لیدنه کې به د اوربند او سولې خبرو په تړاو له پاکستاني چارواکو سره بحث وشي.
پاکستانیو رسنیو لیکلي، چې افغان پلاوی تېره ورځ بېرته کابل ته ستون شوی خو افغان چارواکو په دې تړاو تر اوسه څه نه دي ویلي.
په راپور کې دا هم نه دي ویل شوي چې افغان هیئت له کوم پاکستاني چارواکي سره کتلي دي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments