لومړې ځل لپاره هوا له لارې هندوستان ته له افغانستانه ۴۰ ټنه میوه صادریږي

comments 0

هندوکش – کندهار: په یوې تدابیري غونډه کې چې نن سهار د ولایت مقام مرستیال عبدالحنان په مشرې جوړه شوې وه دغه خبرې څرګنده شوې.
غونده چې د کندهار په هوایي ډګر کې جوړه شوې وه د ولايت مقام مرستيال عبدالحنان منيب د افغانستان د سوداګرۍ او صنايع خوني مرستيال ښاغلي مهمند ته ښه راغلاست ووايه او مننه يې وکړه چي د همږغۍ او پروګرام د تنظيم په موخه يې بلنه منلې او هر وخت يې د خپلو سوداګرو لپاره اسانتياوي مهيا کړي دي.
ښاغلي منيب زیاته کړه چي د افغانستان- هند هوايي سوداګريز دهلېز څخه يې هدف د دواړو هيوادونو تر منځ سوداګريزي او اقتصادي اړيکي پياوړي کول دي او دا د افغانانو په خاص ډول کندهاريانو لپاره يو ښه زېری دی. هغه زياته کړه چي دا لومړی ځل دی، ښايي ځيني نيمګړتياوي موجودي وي، خو په راتلونکي کي به هر ډول ستونزي هواري کړي.
نوموړي د مېوو په انتقال کي د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړ.
د سوداګرۍ او صنايع خوني مرستيال حاجي محمد يونس مهمند وويل چي له يو کال راهيسي يې د دې دهلېز د پرانيستلو لپاره کار کاوه چي له ښه مرغه يې پر پرانيستلو وتوانېدل.
نوموړي له مرستيال والي څخه مننه وکړه چي د همږغۍ او ګډي همکارۍ لپاره يې هلي ځلي کړي دي.
د کندهار د سوداګرۍ خوني مرستيال انجنېر عبدالباقي بینا : وويل چي سبا له کندهاره هندوستان ته ۴۰ ټنه تازه مېوه او طبي نباتات انتقاليږي. هغه زياته کړه چي هند ته دا د تازه مېوو د صدور لومړی ځل دی او د تازه مېوو د موسم له رارسېدو سره به له کندهاره هند ته په اوونۍ کي دوې کارګووي ځي.
هند او افغانستان ترمنځ اوس مهال هوا له لاړې د تاجرانو سوداګریزې توګې صادریږي چې کندهار ترڅنګ نور ولایتونه به هم له دې برخې په نږدو وختونو کې ګته واخلي.
ننګیالې کوهنورد

Comments

Leave a Reply