لومړۍ ورځ تاوتریخوالي کمېدو کې طالبانو له امنیتي ځواکونو سره نښتې کړي

comments 0

وسله والو طالبانو چې د تاوتریخوالي کمېدو لومړۍ ورځ وه له امنیتي ځواکونو سره یې په اتو ولایتونو فاریاب په خواجه سبز پوش،اروزګان چنارتو، پکتیا ځاځي اریوب، بلخ په زارع،بغلان په پلخمري،بادعیس په مقر،کاپيسا په تګاب ولسوالیو کې له امنیتي ځواکونو سره نښتې کړي دي.
د دفاع وزارت ویاند اسدالله خالد په یوه اعلامیه کې وویل چې طالبانو په اتو ولایتونو کې بریدونه ترسره کړي دي ډېر جدي نه وو او کوم زیان امنیتي ځواکونو ته ندي اوښتی.
بل خوا د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په خپل ټوېټر پاڼه لیکلي، د تاوتریخوالي کمولو په اونۍ کې طالبان د ولایتونو پر مرکزونو،پوځي اډو، ملکي ځایونو،د بهرنیانو پر پوځي اډو به بریدونه نه تر سره کیږي خو په نورو سیمو کې د یادې ډلې بریدونه باید تخطي ونه شمېرل شي.
ولسي جرګې ځينې غړو د تاوتریخوالي په لومړۍ ورځې بریدونه په کلک ټکو غندلي او له ښکېلو غاړو يې وغوښتل چې پر خپلو ژمنو کلک ودریږي تر څو بین الافغاني خبرو ته لار هواره شي.
سپوږمۍ پوپلزی

Comments