له ۲۰۰۰ زیات داعش وژل شوي

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: ملي دفاع وزارت وایي، په تېرو ۱۲ میاشتو کې یې دوه زره دوه سوه پنځوس داعش ترهګر وژلي دي.
د ملي دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري وایي، په وژل شوو داعش ترهګرو کې ۷۲ یي قوماندانان دي.
وزیري ویلي، په تېرو دولس میاشتو کې یي زرګونه طالبان هم وژلي چې درې سوه پنځه اویا یي قوماندانان دي.
دغه وزارت په یاده موده کې د لس زره اته سوه ۴۴ ترهګرو د ټپي کېدو او دوه زره ۶۸ نورو نیول کیدو خبره کړې.
د دولت وزیري په خبره، په ۱۳۹۶ کال کې دفاع وزارت ۹ سوه ۲۶ پلان شوي او درې زره ۶ سوه ۶۳ کمانډو عملیات کړي دي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments