له یو شمېر امنیتي منسوبینو او ولسوالانو سره د جمهوررئیس ټلیفوني خبرې

comments 0

هندوکش ـ کابل: جمهوررئیس محمداشرف غني نن ماسپښین د هیواد له یو شمېر امنیتي او دفاعي منسوبینو او ولسوالانو سره ټلیفوني خبرې وکړې.
په دغو ټلیفوني تماسونو کې جمهوررئیس د هغو سیمو د عمومي وضعیت د ارزونې پر مهال چې یاد منسوبین پکې خدمت کوي، د هیواد د دفاع او دښمن سره د مقابلې په برخه کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو مېړانه او سرښندنې وستایلې.
یادو منسوبینو او ولسوالانو جمهوررئیس ته ډاډ ورکړ چې په هر ډول شرایطو کې د جمهوریت، ځمکنۍ بشپړتیا او ملي نوامیسو د دفاع لپاره چمتو دي او د دغه هدف ترلاسه کولو په خاطر به د ژوند تر وروستۍ سلګۍ پورې خپلې مبارزې ته دوام ورکوي.
سپوژمۍ پوپلزۍ

Comments