له یو آشپز سره د یوې چاغې ښځې حیرانونکی واده

comments 0

هغې ښځې چې پرېکړه یې کړې وه د نړۍ تر ټولو چاغه ښځه واوسي له یو آشپز سره واده وکړ مېرمن سوزان امان ۳۳ کلنه ده او تل یې د چاغښت تمه درلوده هغې تمه درلوده چې د نړۍ تر ټولو چاغه ښځه واوسي او اوس یې له ۳۵ کلن پارکر کلاک سره چې د انترنټ له لارې یې موندل وو واده کړی.
مېرمن سوزان ویلي دي زمونږ بخت په آسمانونو کې تړل شوی دی ، زه په خوړو مینه یم او پارکر له پخلي سره مینه لري او همدارنګه پارکر له لویو پنډو او چاغو ښځو سره مینه لري کله چې زه خوراک کوم هغه خوشحالیږي یو دلیل چې زه د هغې سره واده ته چمتو شوې یم په پخلي کې د هغې مهارت دی .
پارکر هم مېرمن سوزان ته د رسېدو له کبله ویلي :زه به له مېرمن سوزان سره مرسته وکړم چې خپل هدف ته ورسیږي ، البته د روغتیا اندېښنه یې لرم او هڅه به کوم چې هغه له سالمو او روغتیا ته له ګټورو خوړو ګټه واخلي لکه سالاد او هغه به سپورت ته وهڅوم.

Comments

Leave a Reply