له یتیمو زده کوونکو سره مرسته وشوه

comments 0

هندوکش – ننګرهار: د ننګرهار د کار، ټولنيزو چارو، شهيدانو او معلولينو رئيس په هلو ځلو او د الکوزي نړېوال شرکت په مالي همکارۍ د ياد رياست اړوند روزنتوتونو ۱۶۴۷ يتيمو زده کوونکو سره د پنځه ـ پنځه زره افغانيو نغدي او يوې ـ يوې کمپلې مرسته وشوه.
د ننګرهار ولایت مقام څخه خپره شوې خبرپاڼه لیکي چې د يادو روزنتوتونو ۱۳۱ تنو اداري پرسونل سره يې د پنځه ـ پنځه زره افغانيو نغدي مرستې سربېره د يوې ـ يوې کمپلې مرسته هم وکړه.
د سرچینې په خبره، همدا رنګه د ۴۵۰ تنو معلولينو او ۴۰۰ کونډو مېرمنو ترڅنګ د ننګرهار کار ټولنيز چارو شهيدانو او معلولينو رياست پنځه دېرش تنه اجير او اداري کاروونکو سره درې ـ درې زره افغانيو او ديوې يوې کمپلې مرسته وشوه.
فرهاد شهراني

Comments

Leave a Reply