هندوکش:ننګرهار کې درې سوو بې ځایه شوو او را ستنوو شوو کورنیو سره نغدي مرسته وشوه.
د ننګرهار ولایت کډوالو او بېرته را ستنیدونکو چارو رئیس غلام حیدرفقیر زی وایي، د کډوالو ریاست په همغږۍ د ماشوم ساتنې او خوراک نړیوالې ادارو له لورې دیرش داخلي بې ځایه شوو او ۲۷۰ له کډوالۍ را ستنوو شوو کورنیو سره د نږدې ۲ میلیونه افغانیو نغدي مرسته وشوه .
نوموړی زیاتوي، په یاده مرسته داخلي بې ځایه شوې او له کډوالۍ را ستنې شوې کورنۍ کولای شي،چې خپل اړين ضرورتونه پوره کړي .
Leave a Reply
You must be logged in to post a comment.