له کوټې د طالب مشرانو د تيښتې په لړ کې يو تن يي ترکيي ته ورسيد

comments 0

0 Views

هندوکش ـ خبرخونه: په کوټه کې د طالبانو تر منځ د ستونزو له اوج ته رسیدو سره سم يو زیات شمېر طالب مشران له پاکستان څخه د تيښتې لاره لټوي.

اوس اوس  ځينې طالب سرچینو رسنیو ته ويلي دي چې  د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور د برخې مسول مولوي عبدالرحمن هوتک تر پټې غوښتنې وروسته په ترکيه کې د مهاجر په توګه منل شوی دی.

مولوي عبدالرحمن هوتک چې د کوټې شورا د رسنیو په برخه کې يي کار کاوو د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت تخنيکي مرستيال او مولوي امیرخان متقي ته نيږدې کس وو.

يوې سرچينې د نوم نه ښودلو په شرط هندوکش ته وويل:« مولوي عبدالرحمن په اطلاعاتي برخه کې تر امیرخان متقي وروسته کوټې شورا ته ډير مهم وو، کله چې د ملامنصور د وژل کيدو اصلي راز افشا شو او د هغه ډير نيږدې کسان افغانستان ته وتښتيدل او صدر ابراهیم د مولوي نیک محمد په مشرۍ په ایران کې دز اهدان په ولايت کې دفتر پرانيست دې سړي ډيرو رسمي جلسو ته له راتګ څخه ډډه کوله.»

‍نوموړی وايي:« تیره مياشت چې کله د کوټې په شورا کې د ملا ګل آغا او هلمند طالب والي مولوی منان په اړه بحث جدي شو لومړی ځل مولوي عبدالرحمن وویل چې ځينې طالب مشران دې کار ته مجبور شول.»

ياده دې وي چې ویل کیږي يو شمېر نورو غړو  يي له چين او ځينو نورو هیوادونو څخه د پناه اخیستو غوښتنه کړې ده.

سپوږمۍ پوپلزۍ ـ کابل

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply