له کونړ څخه هم د سولې کاروان حرکت وکړ

comments 0

0 Views

هندوکش – کونړ : راپورونه وايي، له کونړ څخه هم یو شمېر ځوانانو د هلمند د سولې کاروان ملتیا لپاره کابل ته پلي راروان شول.
کابل ته روان شوي سوله غوښتونکي ځوانان د کونړ د اوسېدونکو له تود هرکلي سره مخ شوي او تمه یې ښودلې چې دا حرکتونه به سوله حتمي کړي.
د سوله غوښتونکو ځوانانو ډلې مشر ویلي، نور له جګړو ستړي شوي او غواړي له دې لارې سولې ټینګښت ته کار وکړي.
دا کاروان به پلی تر جلال اباد او بیا به له جلال اباد څخه د کابل پر لور حرکت کوي.
کاروان کې ځوانان شته چې له جګړې ستړي او د راتلونکي نسلونو لپاره هوسا ژوند غواړي.
فرهاد شهراني

Share this page to Telegram

Comments