له کندهار د میوو صادرات زیات شوي

comments 0

0 Views

هندوکش – کندهار: راپورونه وایي، په روان کال کې له کندهاره د شاوخوا ۱۵۳ میلیونه ډالرو په ارزښت ۷۴ زره ټنه وچه او تازه میوه بهر ته صادره شوې.
د وچې او تازه میوې سوداګر وايي، پاکستان هر کال د تازه مېوو د انتقال پرمهال د سپین بولدک – چمن دروازه تړي، چي له امله يې میوې پر خپل وخت بازارنو ته نه رسیږي .
خو له دې ټولو سره بیا هم د کارګو له لارې هند ته د افغانستان تازه او وچې میوې صادریږي چې د صادراتو ګراف یې لوړ کړی دی.
سوداګرو غوښتنه کړې چې کندهار زیاته تازه او وچه میوه لري، خو اړتیا ده چې له وخت سره سم نړیوال بازارونه ورته پيدا شي.
ننګیالۍ کوهنورد

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply