له کرونا د مخنیوي لپاره د چین لخوا مرسته شویو توکي هلمند ته راورسېدل

comments 0

هندوکش ـ هلمند: د هلمند سیمه ایز چارواکي وایي، چې د کرونا د مخنیوي په لپاره د چین لخوا مرسته شویو توکو جوپه هلمند ته رارسېدلې ده.
د هلمند ولایت د رسنیو دفتر تېره ورځ په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې شوې مرسته د افغان سوداګرو او په چین کې د افغانستان سفارت تر هڅو وروسته هلمند ته لېږله شوې.
د خبرپاڼې پر بنسټ لېږل شوي توکي شل زره امریکایي ډالره ارزښت لري، چې نن د هلمند د والي تورن جنرال یاسین خان له لوري د یاد ولایت د عامې روغتیا ریاست ته سپارل شوي.
د هلمند د عامې روغتیا رییس ډاکتر عبدالاحد حازم وايي، چې دا توکي به له کرونا ویروس څخه د مخنیوي په موخه وکارول شوي.
له چین څخه په دې لېږل شویو مرستو کې د خولې ماسکونه، لاسماغوګان (دستکشونه)، PPA کېټونه ، د روغتیايي کارکوونکو لپاره ځانګړي لباسونه او د مکروب ضد مایع شامل دي.
د هلمند والي او ولایتي شورا د مرسته شویو توکو د سپارلو پر وخت له چین هېواد، په چین کې له افغان سفارت او افغان سوداګرو څخه د لېږل شویو توکو په پار مننه وکړه.
عبدالله اڅکزی

Comments