له ډوډۍ سره سم د مېوې خوړل.. ګټه او تاوان؟

comments 0

په اوس وخت کې دود شوې ده چې د خوراک یانې له ډوډۍ سره په یو وخت لکه څرنګه چې ډوډۍ د خوراک لپاره ایښودل کېږي دا ډول ورسره مېوه، چې هر څه وي، ایښودل کېږي. بیا کوربه وي او که مېلمه، د ډوډۍ له خوراکه وروسته مېوه خوري.
که څه هم روغتیاپوهان مریضانو ته تل د مېوې د خوراک مشوره ورکوي، خو هر مریض ته د هرې مېوې خوراک، پر ځای د دې چې ګټه ورسوي، تاوان ورته رسوي.
روغتیا پوهان اوس له ډېرو تجربو دې نتیجې ته رسېدلي دي چې د ډوډۍ له خوراک سره سم د مېوې خوراک بې ګټې دی او ځینو کسانو ته د ګټې پر ځای تاوان هم رسوي.
مڼه چې په تازه مېوو کې تر نورو مېوو هراړخیزې ګټې لري خو هغه انسان چې کلسټرول یې پوره وي، د بدن چاغښت ولري، د وینې فشار ولري او د وینې غوړوالی یې زیات وي، له ډوډۍ سره سم ورته د مڼې خوراک تاوان رسوي.
بل مثال، ګازره چې د سترګو د نظر لپاره یې خوراک یا جوس ډېر ګټور دی خو د ډوډۍ پر مهال یې چې ځینو خلکو د سلاد سره یو ځای خوراک دود کړی دی هیڅ ګټه نه لري.
دواړې ګټورې مېوې د ډوډۍ پر مهال ځکه ګټه نه لري چې د خوړل شوې غذا پر مهال په یوه وخت کې معده دومره فعالیت نه شي کولای چې دواړه هضم کړي. که ډوډۍ هضموي، د مېوې ګټور ویټامینونه په یوه وخت بدن ته قوت نه شي ورکولای، او د چاغ انسان لپاره په دې تاواني دي چې د خوړل شوې ډوډۍ قوت د مېوې له قوت سره یوځای شي، په بدن کې د وینې د غوړوالي، فشاراو نور چاغښت سبب ګرځي.
هو! هغه انسان که بدن یې په هراړخیزه توګه کمزوری وي، وینه یې کمه وي، په بدن کې د پوټاشیمو کموالی ولري، د بدن د اړتیا وړ ویټامینونو له کمښت سره مخ وي، هغه انسان ته د ډوډۍ پرمهال د مېوې خوراک ګټه رسولای شي.
د نړۍ روغتیا پوهان په دې نظر دی چې په دواړو صورتونو کې که کمزوري انسان ته د ډوډۍ پرمهال مېوه ګټه رسوي بیا هم غوره دا ده چې میوه، چې هره یوه وي، د ډوډۍ څخه نیم یا یو ساعت وروسته وخوړل شي. او که د شپې له پلوه څوک مېوه خوري نو بهتره دا ده چې دوه یا درې ساعته وروسته مېوه وخوري.
د هرې میوې خوراک د بدن د سلامتیا ضامن دی، خو د انسان د بدن اړتیا او وخت پېژندل یې هم ضروري دي چې په کوم وخت کې باید مېوه وخوړل شي.
که مېوه له ډوډۍ دمخه یا درې څلور ساعته وروسته وخوړل شي، بدن ته ډېره ګټه لري، هم به یې په هضم کې ستونزه نه وي او هم به په مېوه کې شته ویټامین په خپل وخت بدن ته په کار راشي.

Comments