له پاکستان څخه راوړونکي وسله ونیول شوه

comments 0

هندوکش – ننګرهار: ننګرهار کې یو کس له لس میله وسلو سره نیول شوی چې، غوښتل يې له پاکستان یې افغانستان نه ولېږدوي.
په ختیځ کې د سرحدې ځواکونو قومندان وايې، دغه کس امنیتې ځواکونو د هسکې مېني ولسوالۍ اړوند سیمه کې، نیولی چې غوښتل يې ۵ میله کلاشینکوف او ۵ میله تفنګچې جلال اباد ښار ته انتقال کړي.
ایوب حسین خیل وايې، تر اوسه لا څرګنده نه ده چې، یاد کس دغه وسلې کومې حکومت ضد ډلې ته لېږدولي.
فرهاد شهراني

Comments