له پاکستان شکایت شوی دی

comments 0

هندوکش – کابل: افغان حکومت پاکستان ته د طالبانو د سفر په اړه ملګرو ملتونو کې شکایت کړی.
بي بي‌ سي د هغه رسمي لیک متن ترلاسه کړی چې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي‌ استازولۍ د امنیت شورا د بندیزونو ځانګړې کمېټې ته استولی او په کې پاکستان ته د طالبانو د مذاکراتي ټیم د استازو پر اعلان شوي‌ سفر ملګرو ملتونو ته رسماً شکایت شوی.
په لیک کې ویل شوي چې پاکستان ته د طالب استازو د اعلان شوي احتمالي سفر په اړه له افغان حکومت سره هېڅ ډول سلا مشوره نه ده شوې او طالبانو سره د پاکستاني‌ چارواکو لیدنه به د دې ډلې په رسمیت پېژندنې په مانا وي.
په لیک کې راغلي چې پاکستان ته د تلونکي طالب پلاوي‌ ۹ غړي د ملګرو ملتونو د بندیزونو په ځانګړي لېست کې شامل دي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments