له پاکستان سره په ګډو همکاریو خبرې شوي

comments 0

هندوکش – افغانستان: پاکستان، د افغانستان امنیت او ثبات خپل امنیت او ثبات ګڼلی او پر سیمه ییزې همکارۍ یې ټینګار کړی.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي سره ټیلیفوني خبرې کړي دي.
صلاح الدین رباني د ټیلیفون له لارې د پاکستان بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي ته بلنه ورکړې چې کابل ته راشيو څو پر دوه اړخیزه همکاریو او د افغان سولې بهیر په تړاو بحث وکړي.
دواړو لوریو پر دوه اړخیزو همکاریو سربېره د افغانستان او پاکستان ترمنځ د شته ستونزو پر حل خبرې کړي دي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments