له پاکستان سره په لوړه کچه خبرې کیږي

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: اسلام اباد کې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د عمل پلان پرسر د لوړې کچې خبرې پیل شوي دي.
د امنیت شورا سلاکار حنیف اتمر د دغو خبرو لپاره د پاکستان د لومړي وزیر په رسمي بلنه اسلام اباد ته تللی دی.
د امنیت شورا له دفتره خپره شوې خبرپاڼه لیکي چې پلاوی به د سولې او ثبات لپاره د عمل په پلان وروستۍ خبرې وکړي او په دې برخه کې به د پاکستان په همکاریو ټینګار وکړي.
خبرپاڼه لیکي، سوله، له ترهګرۍ سره مبارزه او په سیمه کې د ستونزو پر سر له پاکستاني چارواکو په پایلو په لوړه کچه خبرې کېږي.
د امنیت شورا له سلاکار محمد حنیف اتمر سره په دې سفر کې د کورنیو چارو وزیر او د ملي امنیت د رییس سربیره نور چارواکي هم ګډون لري.
تحلیل کوونکي دا سفر ځکه ګټور بولي چې پاکستان ته وروستۍ فرصت ورکول شوی او که تر دې وروسته یې هم د افغانستان په سوله او ثبات کې همکاري و نه کړه، نو د پاکستان باور به د نړۍ په کچه نور خراب او د افغانستان باور به زیات شي.
افغان حکومت اسناد لري چې پاکستان د افغانستان په خاوره کې تاوتریخوالي لپاره امکانات او بشري قوه برابروي او د خپلو ګټو لپاره د افغانستان سوله او ثبات نه غواړي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments