له پاکستان راوړل شوي چاودیدونکي توکي ونیول شول

comments 0

هندوکش – کابل: د کابل ښار په ختیځه دروازه پلچرخي کې شاوخوا درې نیم زره کیلو ګرامه چاودیدونکي توکي ونیول شول.
په ټیلر موټر کې ځای پر ځای شوي دغه چاودیدونکي توکي د بورې په بوجیو کې ځای پر ځای شوی وو.
چارواکي وايي، له دغو موادو د ځانمرګو واسکټونو، سړک غاړې او د مقناطیسي ماینونو په جوړولو کې کار اخیستل کیږي.
د موادو په تور یواځې د موټر چلوونکی نیول شوی او چاودیدونکي توکي هم له پاکستان راغلي وو.
د مسوولینو په باور، چاودیدونکو توکو کې دا کارول کیدونکي مواد کابل کې ځای په ځای کیدل چې بیا به چاودنو کې ترې کار اخیستل کیده.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments