له پاکستان راستنیدونکي هر کس ته ۲۰۰ ډالر ورکول کیږي

comments 0

0 Views

هندوکش – ننګرهار: د ننګرهار کډوالو چارو ریاست وایي، تراوسه د تورخم له لارې له پاکستانه ۲۷ کورنۍ خپل هېواد ته راستنې شوې دي.
د ننګرهار د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو رییس غلام حیدر فقیرزی وایي، له دغو کورنیو اوه یی د پاکستان له دولت سره راجستر وې.
د رییس په خبره، د راجستر شوو کورنیو هر غړي ته دوه دوه سوه امریکایي ډالر ورکړل شوي دي.
فقیرزی وایي، پاتې شل کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته افغان دولت کړې ده .
نوموړی وایي اوس هم د کډوالو بېرته رستنېدولو لړۍ روانه ده .
په ټولنیزو رسنیو کې خپرې شوې ویډیوګانې ښېي چې هلته له افغان کډوالو سره ناسم چلند کېږي.
فرهاد شهراني

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply