له پاکستانه را قاچاق شوې وسلې ونیول شوې

comments 0

هندوکش – ننګرهار: په ننګرهار کې امنیتي چارواکي وایي چې سرحدي ځواکونو له پاکستانه را قاچاق شوې وسلې نیولې دي.
د ننګرهار ولایت مقام د رسنیو دفتر ویلي چې سرحدي ځواکونو ۵۱ میله ډول ډول وسلې او شپږ تنه قاچاق وړونکي نیولي دي.
په ختیځو ولایتونو کې د سرحدي ځواکونو د قوماندان جنرال محمد ایوب حسین خېل له خولې ویل شوي چې دغه وسلې او مشکوک کسان د ننګرهار په مومند درې ولسوالۍ کې نیول شوي دي.
جنرال حسین خېل ویلي، وسلې له پاکستانه د هغو وسله والو طالبانو لپاره استول شوې وې چې په ننګرهار او نورو ولایتونو کې جنګېږي.
په مومند درې ولسوالۍ کې څو ورځې مخکې هم امنیتي ځواکونو ځينې وسلې نیولې وې.
مومند دره ډېورنډ فرضي کرښې ته څېرمه پرته ولسوالي ده چې وخت ناوخت وسله والې ډلې او قاچاق وړونکي د خپلو فعالیتونو لپاره له همدې ولسوالۍ استفاده کوي.
فرهاد شهراني

Comments