له پاکستانه راوړونکي زيات شمېر وسلې ونيول شوې

comments 0

هندوکش ـ خوست: د خوست ولایت رسنیز دفتر څخه خپره شوي خبرپاڼه کې راغلي، چې امنيتي ځواکونو د‌ طالبانو په هغه ډله عمليات کړي، چې له پاکستان به يې وسلې، مهمات او چاودېدونکي توکي راوړل.
خبرپاڼه کې راغلي، په يادو عملياتو کې يو زيات شمېر وسلې او مهماتو تر څنګ ۲ تنه طالب ترهګر وژل شوي او ۴ نور ټپيان دي.
خبرپاڼه زیاتوي، چې وسلوالو طالبانو غوښتل چې له یادې ډيپو خوست ولایت کې تخریبي کړنې تر سره کړي خو خوشبختانه چې د امنیتي ځواکونو لخوا ونیول شوې بلخوا د خوست اوسیدونکو د امنیتي ځواکونو ورته اقدام ستایلی او د هرډول همکارۍ ډاډ یې ورکړ.
عمران احمدزی

Comments