له پآکستان سره په سوله کار پيل شوی

comments 0

هندوکش – کابل: ولسمشرۍ ماڼۍ باور لري چې پاکستان سره د افغانستان دولت په دولت خبرې به یوه پایله ورکړي.
د ولسمشرۍماڼۍ یو ویاند دواخان مینه پال وايي، د کابل او اسلام اباد تر منځ وروستیو لیدنو کې خبرې شوي چې څنګه کیدای شي دواړه دولتونه له یو بل سره ښه ملګرتیا وکړي.
د مینه پال په خبره، له پاکستان پلاوي سره د ولسمشر تر لیدنې وروسته تمه پیدا شوې چې پاکستان به دا ځل له افغان لوري سره سوله وکړي او د همدې خبرو په تړاو د پاکستان لومړی وزیر کابل ته دعوت شوی.
په دې تړاو تحلیل کوونکي باور لري چې د کابل او اسلام اباد ترمنځ سوله به سیمه کې شرایط بدل کړي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments