له پآکستان تمه زیاته شوې

comments 0

هندوکش – پاکستان: اسلام اباد کې د افغانستان سفیر حضرت عمر زاخېلوال تمه ښودلې چې په پاکستان د نړیوالو فشارونه د دې لامل شوي چې دغه هېواد د افغان سولې په تړاو همکاري وکړي.
سولې عالي شورا مرستیال حاجي دین محمد هم مني چې پاکستان له اړخه په دې اړه ځینې مثبت تماسونه محسوس شوي دي.
د سولې شورا تمه لري چې پاکستان به له افغان لوري سره د سولې پروسه کې ريښتنې همکاري وکړي او طالبان به د خبرو میز ته کینوي.
په پاکستان کې افغان سفیر یوه ورځ وړاندې وویل چې د پاکستان له لوري د سولې په برخه کې د همکارۍ مثبت پیغامونه ترلاسه شوي دي.
له پاکستان تمه دا ده چې د سولې پروسې تر څنګ دې خپله خاوره کې د ترهګرو پټنځایونه او روزنځایونه هم له منځه یوسي.
فروزان سیرت

Comments

Leave a Reply