له ټاپي پروژې د ملا رسول ډلې ملاتړ

comments 0

هندوکش- هرات: د هرات سیمه يېز چارواکو د ټاپې پروژې په اړه د طالبانو د ملارسول ډلې د ملاتړ تود هرکلی کړی .
تمه دا ده چې د ملاهیبت الله ډله طالبان به هم د دغه سترې ملي پروژې سره مخالفت ونه ښه يې .
د ملا رسول ډلې طالبانو په یوه اعلامیه کې په ډاګه کړې چې دوی د ټولو ملي پروژو ملاتړي دي او د اړتیا په وخت کې به یې امنیت هم وساتي.
خو د طالبانو بله ډله چې ملا هیبت الله یې مشري کوي، بیا ترې دا تمه نه کیږي چې ګنې د ملي پروژو ملاتړ دې وکړي، بلکې برعکس د ملي ګټو او ملي پروژو مخه نیسي.
هرات کې د ټاپي پروژې د کار لپاره چمتووالی روان دی او ټاکل شوې د جمعې ورځ یې پرانیسته وشي.
ټاپي پروژه د ترکمنستان، افغانستان، پاکستان او هندوستان د ګازو د نل لیکې ګډه پروژه ده چې له ترکمنستان څخه هندوستان ته ګاز لیږدوي او له دې درکه به افغانستان د ګازو تر څنګ د کال نیم میلیارد ډالر هم په لاس ورځي.
امیر حسین سلجوقي

Comments

Leave a Reply