له نویو وکیلانو د ولسمشر غوښتنه

comments 0

هندوکش – کابل: ملي شورا له پنځوس ورځې ځنډ وروسته پرانیستل شوه او د دې شورا په پرانیسته کې د کابل وکیلان نه و.
ولسمشر خواشیني وښوده چې ملي شورا د کابل له وکیلانو پرته پرانیزې او د دې مسوولیت یې مخکینیو کمشنرانو باندې واچو چې کارونو کې یې بې غوري کړې وه.
ولسمشر د نویو وکیلانو غوښتنه وکړه چې پر وزیرانو او نورو ادارو مسوولینو باندې د ګمارنو او شخصي غوښتنو فشار را نه وړي او تر ټولو زیات تمرکز دې په یووالي وکړي.
د ملي شورا د پرانیستو له مراسمو سره سم ټاکنو کمېسیون د میدان وردګ، بغلان، کندز ولایتونو او کوچیانو حوزې پایلې اعلان کړې او د کابل او پکتیا لا هم پاتې دي.
ولسمشر له تازه معرفي شویو وکیلانو غوښتنه وکړه چې نباید د شخصي غوښتنو لپاره وزارتونو او ادارو باندې فشار راوړي او په یووالي یې ټینګار درلود.
ولسمشر د سولې او جګړې په تړاو وکیلانو ته ډاډ ورکړ چې د طالبانو اعلان شوي عملیات ناکام دي او د سولې پروسه کې به هیڅ باندې هوکړه و نه کړي چې د پارلمان شین کارت له ځان سره و نه لري.
ولسمشر د پارلمان په پرانیست غونډه کې خواشیني ښودلې چې لا هم زیات افغانان روغتیایي خدماتو ته لاس رسی نه لري او د دې لامل طالبان دي چې د کلنیکونو د جوړولو پر ځای یې افغان حکومت د پوستو په جوړولو مصروف کړی دی.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments