له ملګرو ملتونو د افغان حکومت غوښتنه

comments 0

هندوکش – کابل: تر بل هر وخت زیات په جوماتونو، ښوونځیو ، روغتونونو، د ټاکنو د نوم لېکنې په مرکزونو او نورو خوندي ځایونو بریدونه زیات شوي دي.
ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازي مرستیال نظیف الله سالارزي له امنیت شورا وغوښتل څو د افغان ملکیانو خوندیتوب لپاره مناسب اقدامات تر سره کړي.
سالارزي پرون د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې وویل چې دا شورا دې د نړیوالې سولې او ثبات راوستلو لپاره د ملګرو ملتونو د یوه اصلي باوري غړي په حیث خپل اساسي رول ترسره کړي.
د امنیت شورا پرونی بحث په وسله‌ والو نښتو کې د ملکیانو خوندیتوب ته ځانګړی شوی و.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments