له معارف سره د طالبانو دښمني؛ له کلونو راهیسې یې د پکتیا په زرمت کې د نجونو ښوونځي تړلي دي

comments 0

هندوکش ــ کابل: د پکتیا ولايت اوسېدونکي وايي، چې وسله والو طالبانو له تېرو څو کلونو راهیسې په زرمت ولسوالۍ کې د انجونو ښوونځي تړلي دي.
د ياد ولايت يو ځايي خبريال د نوم د نه ښودلو په شرط وويل، چې د سیمې خلکو څو ځله له طالبانو غوښتلي چې د انجونو ښوونځيو ته اجازه ورکړي خو تراوسه يې دا وړانديز نه دی منل شوی.
نوموړی وايي: (( طالبانو دا ښوونځي په لرو پرتو سیمو کې تړلي او کورنيو ته یې ګواښ کړی چې خپلې لوڼې ښوونځيو ته ونه لېږي.))
د پکتيا ولايتي شورا غړي له زده کړو د زرمت ولسوالۍ د نجونې محرومېدل يو ناورين بولي او وايي چې طالبان يې پر وړاندې مسوول دي.
د پکتيا ولایت د پوهنې رياست هم تاييدوي چې په دغه ولسوالۍ کې تر اوسه هېڅ زده کوونکې له ۱۲ ټولکي نه ده فارغه شوې ځکه چې طالبان زده کړو ته اجازه نه ورکوي.
دا ریاست وايي، چې د زرمت ولسوالۍ د نجونو ۱۴ ښوونځي له تېرو څو کلونو راهيسې وسله والو طالبانو تړلي دي.
د سیمې يو قوم مشر حاجي لطف الله دا عمل د پکتیا ولايت له خلکو سره د طالبانو ستر ظلم بللی او طالبان یې د علم او پوهې دښمنان ياد کړيدي.
طالبانو پر دې سربېره د هېواد په ډېرو نورو ولايتونو کې هم د انجونو د ښوونځيو پر وړاندې خنډونه جوړ کړي، سلګونه ښوونځي يې سوزولي، په بمونو الوځولي، د نجونو پر مخونو یې تېزاب شیندلي او ان سپین ګیري معلمان یې ور وژلي دي.
عمران احمدزی

Comments