له قطر سره پر سوله خبرې شوي

comments 0

هندوکش – کابل: د بهرنیو چارو وزیر له قطري استازي سره د افغان سولې په اړه خبرې کړې دي.
د راپورونو له مخې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر صلاح الدین رباني د منځګړیتوب او شخړو د کمولو په چارو کې د قطر د بهرنیو چارو د وزیر له ځانګړي استازي سره کتلي دي.
په دې لیدنه کې دواړو لورو د افغان سولې او په سیمه کې د روان وضعیت په اړه خبرې کړې دي.
رباني له مطلق القحطاني سره د خبرو پر مهال د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې پر خبرو ټینګار کړی دی.
دده په خبره قطر تل د افغان سولې په برخه کې همکارۍ کړې دي او ددې اړتیا ده، چې دا لړۍ نوره هم پراخه کړي.
القحطاني هم د سولې په برخه کې د مرستې ډاډ ورکړی دی.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments