له طالبانو سره د مېلر لیدنه بې‌پایلې وه

comments 0

هندوکش ــ کابل: په قطر کې د طالب استازیو او د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او په افغانستان کې د ناټو ځواکونو عمومي قوماندان سکاټ مېلر ترمنځ د سولې خبرې اترې له تېرو دوو ورځو راهیسې روانې دي.
که څه هم د سولې خبرو په دغه پړاو کې تمه کېږي چې د امریکا او طالبانو ترمنځ به د سولې خبرې یوې پایلې ته ورسېږي، خو د سولې په چارو کې د دولت وزارت ویانده ناجیه انوري وايي، سکاټ مېلر بېرته کابل ته راغلی او د دواړو لوریو ترمنځ د سولې په خبرو کې کوم پرمختګ نه دی شوی.
د هغې په وینا، مېلر له طالب استازو سره د اوربند او له هېواده بهر، په ځانګړې توګه پاکستان کې د طالبانو پر مرکزونو خبرې کړي، خو په وینا یې، دواړه لوري په دې برخه کې کومې هوکړې ته نه دي رسېدلي.
دا داسې مهال دی چې تېره ورځ د سویس په داووس ښار کې د نړۍ د اقتصادي ناستې په څنډه کې د پاکستان لومړي وزیر د امریکا له ولسمشر ډونالډ ترمپ سره په لیدنه کې د افغان دولت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرو پیلېدل مهم بللي و.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments