له طالبانو سره د سولې پر شوې هوکړه د امریکايي چارواکو له لوري د بیا کتنې ټینګار

comments 0

هندوکش ــ امریکا: د امریکا د بهرنیو چارو نوی وزیر انتوني بلېنکن وايي، د افغان سولې لپاره د امریکا له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد یې غوښتي چې خپله دنده روانه وساتي.
نوموړي په بهرنیو چارو وزارت کې د خپلې دندې پيلولو په ورځ په لومړۍ خبري غونډه کې د خپلې ادارې د تګلارو په تړاو خبرو کې د زلمي خلیلزاد دنده مهمه وبلله.
د زلمي خلیلزاد په مشرۍ امریکا د ۲۰۲۰ کال فرورۍ پر ۲۹ دوحه کې له طالبانو سره د سولې تړون وکړ.
خو د جو بایډن په مشرۍ حکومت لوړپوړي چارواکي وايي، له طالبانو سره د واشنګټن دا تړون ارزوي.
ښاغلي بلېنکن هم په دې هکله د یوه خبریال پوښتنې ته په ځواب کې وویل نوې اداره په دې پوهېدل غواړي چې د پخوانۍ ادارې او طالبانو هوکړه کې څه نغښتي دي.
“له افغانستان سره په تړاو او یو له هغو مسلو چې پکار ده موږ باید ور باندې وپوهېږو دا دي چې د امریکا او طالبانو تړون کې څه راغلي دي چې ډاډ ترلاسه کړو او بشپړ وپوهېږو طالبانو څه ژمنې کړې او موږ څه ژمنې کړې دي، نو موږ دې ټکو ته پام کوو.”
د امریکا د ملي امنیت ادارې هم د جمعې پر ورځ ویلي وو، واشنګټن غواړي چې له افغان طالبانو سره د پخواني ولسمشر ډونلډ ټرمپ د حکومت د تېر کال د سولې تړون وارزوي.
په دې تړاو د سپنې ماڼۍ لخوا خپره شوې اعلامیه کې راغلي: “سپینه ماڼۍ دا باوري کول غواړي چې د تاوتریخوالي کمولو او له ترهګرو ډلو سره د اړیکو پرېکولو په ګډن دا وسلواله ډله پر خپلو ژمنو ولاړه ده.”
د امریکا د ملي امنیت سلاکار جېک سالېون هم د جمعې پر ورځ له خپل افغان سیال حمدالله محب سره ټيلیفوني خبرو کې د دې ارزونې پخلی کړی دی.
هغه مهال په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم ویلي، چې دغه ډله پر خپلو ژمنو ولاړه ده او له امریکا یې هم غوښتي چې پر ژمنو ودرېږي.
هغه ټينګار وکړ چې د دوحې د سولې تړون باید په دوه اړخیزه توګه عملي شي.
امریکا وايي، دا مهال تر دوه نیم زرو پوځیان افغانستان کې لري.
هغه نور په دې هکله څه ونه ویل او نه یې له افغانستان د امریکايي ځواکونو د وتلو بهیر به هوکړه کې له ټاکلي مهالوېش سره سم پر مخ لاړ شي او که نه.
طالبانو له امریکا سره ژمنه کړې چې افغان خاوره به د واشنګټن او ملګرو پرضد یې نه کارېږي او دا ډله به د القاعده او داعش په څېر وسلوالو ډلو سره اړیکي ختموي.
بدل کې امریکا هم منلې چې تر سږنۍ مۍ پورې به له افغانستان ځواکونه باسي.
د جنورۍ پر ۱۵ د امریکا دفاع وزارت یا پنټګان وویل، له افغانستان یې تر دوه زرو سرتېري کم کړي او دې سره افغانستان کې د امریکايي ځواکونو شمېر دوه نیم زرو ته ټیټ شي.
د امریکا د ولسمشر او پوځي چارواکو له دې پرېکړې سره ان د دغه هېواد ځینې جمهوریپال مشران هم جوړ نه وو او د ناټو سرمنشي ینس ستولتنبرګ هغه مهال ویلي و، د امریکايي ځواکونو ناهمغږي او بېړني وتل به درنه بیه ولري.
خو د امریکا د دفاع وزارت سرپرست کرېسټوفر مېلر د جنورۍ پر ۱۵ تایید کړه چې په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو شمېر ۲۵۰۰ ته راکم شوی دی. نوموړی وایي، دا له ۲۰۰۱ کال راهیسې په دې هېواد کې د امریکایي پوځیانو تر ټولو کم شمېر دی.
فکور نعیمي

Comments