له طالبانو سره د بهرنیو بنديانو په خلاصون کې د روسانو ونډه//سیدعبدالله پاچا

comments 0

زړه مې په دې درد ونکړ چې ولې دا بهرنیان خلاص شول بلکه زړه مې په دې درد وکړ چې د يو بهرنی په مقابل کې اوباما او ولادي ميرپوتين منځګړيتوب کوي خو طالبان چې هرچیرته په هر نوم افغان نیولی دی تر ۲۴ ساعته زندان وروسته يي په ډير زجرآمیز شکل سره شهيد کړی دی.
پرون دوه تنه مالداوي پيلوټان چې له طالبانو سره بندیان وو خوشې شول، دوی مسکو ته رسيدلي دي او نن سبا به له خپلو کورنیو سره يو ځای شي.
په کابل کې د طالبانو د پټو او ښکاره مبلغینو له لوري په چلونکې پاڼه« محصلين» کې ددې کسانو د خوشې کيدو په تړاو جزييات خپاره شوي دي او ښکاره يي ليکلي دي چې د مالداوي ولسمشر ددې پيلوټانو په خوشې کيدو د روسيي د ولسمشر ولادي ميرپوتين د مرستې مننه کړې.
د سړي خواه بده شي چې پر افغان انسان د طالب ترحم يوازې او يوازې په مرميو ويشتل او له چړې ژغورل وي خو برعکس کله هم چې طالبانو بهرنیان نيولي دي کلونه يي ساتلي دي، په زندان کې خاوند ښځې او يو ځای کیدو ته لاسرسی لری او بچي يي زيږي خو برعکس چې افغان ونيول شي سر ترې غوڅ شي او مړی يي چیرته په کنډواله یا خوړ او سیند کې خطا شي.
بله مهمه مسله داده چې طالبان وايي چې ياد بندیان يي د خپلو ملګرو د خلاصون په بدل کې خوشې کړي دي، نو اوس دلته پوښتنه داده چې ددې پيلوټان په بدل کې څوک خوشې شوي دي؟ آيا په دې ارزيده چې پوتين پکې منځګړيتوب وکړي؟ که له افغان حکومت سره وو نو بیا خو دا کار نه يوازې نه دی شوی بلکه ناشونی به وي چې د پوتين په خولو دې طالب بندي خوشې شي او که له امریکا سره وو دا بیا څنګه ډول لوبه ده چې واشنګټن او مسکو د پردې پر مخ په افغانستان کې د رقابت اړو دوړ شروع کړی دی او پټ بیا بندیان سره تبادله کوي.
زما فکر دادی چې ددې پيلوټانو دخوشې کيدو په بدل کې هيڅ بندي نه خوشې شوی بلکه کله چې طالب پلاوی مسکو ته د سولې د خبرو په پلمه تلی وو او هلته څو ورځې پاتې وو له مالداوي سره د کې جي بي د شوي تړون پر بنسټ له دوی د يادو کسانو د خوشې کيدو غوښتنه شوې وه او ياد زندانیان له میرانشاه قاچاقي د افغانستان شمال ته وړل شوي دي او بیا روسانو ته ډالۍ شوي دي.
دلته د طالبانو د ويبپاڼې دا ټکی« دمالداوي ولسمشر د پيلوټانو په خوشې کیدو کې د روسيي د ولسمشر ولادي ميرپوتين له هڅو مننه وکړه» هر افغان ته د روسانو ظلمونه، پر افغان ولس د طالب را تیره کړې چاړو د هر سړي سترګو ته نيغه دروي.
کله چې بهرنی بښل کيږی تاسې او خدای د دولت مامور،سرباز او یا بل افغان چې طالب يي په هر نوم نيسي د اسلامي او افغاني مشترکاتو پر بنسټ د ترحم وړ نه دی؟ په تیرو ولسوکلونو کې له قلم جار پرته طالبانو کوم افغان بښلی دی؟ که چیرته تاسو مثال د ملي پوځ يا پولیسو لس اته سرتیري راوړئ نو دا باید ومنئ چې طالبانو دا کار د ترحم نه بلکه د ځان لپاره د بازار موندنې په پار کړی دی که يي نه منئ ورشئ د طالبانو په ويبپاڼو او د دوی د پلويانو په ټولنيزو پاڼو کې د سرتیرو او مامورین د سر غوڅولو ويديوګانې وګورئ.
قلم جار هم خوشې شو تر دې مخکې يي طالب مفتي د سختو وژلو فتوا صادره نکړه؟ د فیسبوکي تبلیغاتو زور وو چې طالبانو قلم جار خوشې کړ، دوی ډاریدل که چیرته له داسې يو مظلوم سره ظلم وکړي شونې ده سبا د دوی له مبلغینو سره ولس ورته کار وکړي نو طالب د ځان د مصونيت لپاره پر موږ ترحم نه بلکه ډرامه او فلمونه ډکوي.
که فرض يي کړئ موږ روسان سکني بولو دا يو نيم ميلیون سرونه چې پر دې وطن ځار شول او روسي يرغلګرو مو کورونه را روان کړل دا د څه لپاره وو؟ لس ميلیونه کډوال او ديرش کاله د روسانو له راتګه بیا تر وتلو او را وروسته د وحشتونو دوام د څه لپاره وو؟
ورته کيسي د تاریخ په پاڼو کې ثبتيږي د طالب معاصر نسل که پر خپلو کړنو نه شرميږي ډاډه يم چې د دوی پاتې شونې اوخپلوان به په ورته کړنو وشرمیږي.
روسانو ته د پيلوټانو د سپارلو په همدې ورځ په ټولنیزو شبکو کې هغه ويديو هم لاس په لاس شوه چې طالبانو په يوه لرې پرته سیمه کې د سلګونو خلکو په مخکې پر یو کس لاسونه او پښې تړلي دي او په عام محضر کې يي لکه څاروی را چپه کوي او بیا سر ترې غوڅوي.
پر کافر ترحم او د کليمې پر ورور داسې ظلم خو والله که مسلماني، افغانيت او میړانه وي.

Comments