له طالبانو سره به د سولې رسمي خبرې افغان مرکچي پلاوی مخته وړي

comments 0

هندوکش – کابل: د پاکستان صدراعظم عمران خان تېره جمعه ویلي و، چې د ډسمبر په ۱۷مه دوشنبه به امریکا او سله وال طالبان د خبرو میزته سره کینوي.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه بیان کې ویلي، چې د دوشنبې په ورځ به په متحده عربي اماراتو کې د طالبانو د سیاسي دفتر غړي د امریکايي پلاوي سره خبرې وکړي.
د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمي خلیل‌زاد هیله ښودلې چې وکولای شي د حمل تر میاشتې چې تمه ده د ولسمشرۍ انتخابات پکې وشي د افغان حکومت او طالبانو تر منځ سوله وکړي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments